ګل نه پاڼې ولويږي بې رنګه شي
يار د ياره لرې شي بدرنګه شي

زه به د جانان په کلي نه ورځم
دا د هم زما لاچي لونګه شي

پلار نيکو مو ټول وطن ښيراز کړلو
اوس د پښتانه څنګه بې ننګه شي

ته خو په ماڼيو کې ميلې کوی
خواره پښتنه ولی ملنګه شي؟

نورو ته چې ګورې څه بې خونده وي
ماته چې راګوري غنمرنګه شي

تورو وحشتونو کې چې ژوند کوي
څنګه يې زړه موړ له توره بنګه شي

زه به دی حساس شم ته مې شه جانان
داسې به زمونږ قصه په شرنګه شي