نو خير دے که ته وائې انتظار به درته اوکمه
اے دومره خو مې مه سيزه ازار به درته اوکمه
زخمي به شم درمند به شم نو دا لا څه خبره ده
چې ته غواړې په سرو غنو کښې لار به درته اوکمه
پښتون يمه مئين يمه منکر نه يم يريږه مه
اے وخت چې کله راشې نو اظهار به درته اوکمه
په زوره که ئې غواړې نو والله که درته اوکمه
په مينه باندي وايه هر يو کار به درته اوکمه
زمانه! ليونيه زه خو ستا په طمع ناسته يم
خدائې تا کلې تا راوله سنګار به درته اوکمه
0 Comments
Post a Comment