د کوه طور په سر رڼا وه دلبر نه وو خبر 
کيداشي ستا د مخ په وړانګو به لمر نه وو خبر

نن مو يو بل ته ښه په چغو چغو زړونه سپک کړل 
ښه ده زمونږ د درد نه هيڅوک بهر نه وو خبر

ابراهيمې خيال مې په زړه کې ډير بوتان مات کړي
خو په دې ښار کې يو سرکشه ازر نه وو خبر

مور مې تمامه شپه تش کاڼي په کټوې کې لړي
مونږ د څـــو ورځو نه نهر وو عمــر نه وو خبر

د تورې بريخ ته څـــنګه دنګه غړې نه پريوځي
که د حســـين په کراماتو شــمر نه وو خبر ؟؟

د ور زنځير يي ټوله شپه خوځي درويش روښانه 
زما د زړه له درزا بيا هــم دلـــبر نه وو خبر