زه به دومره په دنیا کښ غمخوار نه وی۔
که می کړی د یو خکلی دیدار نه وی۔
کاش چی نه می وی لیدلی د یار سترګی۔
دا یقین می دی چی دومره به خوار نه وی۔
تا کتلی یو نظر که وو په مینه۔
زه به دومره درته یاره ازار نه وی۔
کاش چی تا راته په ترس کتلی نه وو۔
زه به بی داره جانانه په دار نه وی۔
کاش چی خپل یار می بیخی لیدلی نه وی۔
زه به اوس داسی خدایه بی لار نه وی۔
که د یو نظر دیدن می کړی نه وی۔
زه پاګل به اوس غزل ته اوزګار نه وی۔
0 Comments
Post a Comment