ته د زندان په ديواله باندې جوړ شوې تصوېر
زه د ارمان په ديواله باندې جوړ شوې تصوېر
د باچاخان په ديواله باندې جوړ شوې تصوېر
د هر افغان په ديواله باندې جوړ شوې تصوېر
ای د ايمان په ديواله باندې جوړ شوې تصوېر
ای په ايمان په ديواله باندې جوړ شوې تصوېر
خړ کړو دوران په ديواله باندې جوړ شوې تصوېر
وران کړو باران په ديواله باندې جوړ شوې تصوېر
لاندې ئې څه کيږي او څه روان دي غلی خه يم
پاس د قران په ديواله باندې جوړ شوې تصوېر
خبرې هم کوي او مونږ ورته سر هم خوزوؤ
د يو انسان په ديواله باندې جوړ شوې تصوېر
بلها بدرنګه دی د برېتو نه ئې وېنې څاڅي
زمونږ د خان په ديواله باندې جوړ شوې تصوېر
دانشه ژوند دومره بدرنګه دی په دې دور کې
لکه شي وران په ديواله باندې جوړ شوې تصوېر
0 Comments
Post a Comment