سندره یم، په ځان کې، د سودا په شانې اوسم
پخپل پښتون وطن کې، د ګناه په شانې اوسم

ګلاب یم، د رنګ غېږ کې، د خندا په شانې اوسم
شبنم یم، په خندا کې، د ژړا په شانې اوسم

حالاتو رانهٔ ؤتروړو غرور د خپلې مینې
ژوندون یم خو په خلکو کې، د غلا په شانې اوسم

جذبو رانهٔ اغوستې دي جامې د ګومانونو
حیا یم خو په شکل د ریا په شانې اوسم

سایل یم د ارزو د تصور په مدرسه کې
والله د بې زبانه نابینا په شانې اوسم