په خه خوي له بد خواهانو بې پروا یم
په نرمی لکه اوبه د اور سزا یم
و هر چا ته پخپل شکل څرگنديږم
آئینه غوندي بې رویه بې ریا یم
قناعت مي تر خرقې لاندي اطلس دي
پټ د درست جهان پادشاه ظاهر گدا یم
د غنچې په ډير په شل ژبو خاموش یم
لکه بوي هسي په پټه خوله گویا یم
هم په دا سپينو جامو معلوميږم
لکه ابر هم گوهر يم هم دريا يم
دراز عمر مي حاصل شوله راستیه
لکه سر و مدام سبز و تازه پایم
که چا لار د عاشقی ده ورکه کړې
زه رحمان د گمرهانو رهنما یمپ
0 Comments
Post a Comment