څوک دي را کاندي قسم په کرد گار
که درم لرم په کور کښي یا دینار

زه درم او دینار نه لرم په کور کښي
ولې نور عالم مي بولي دنیا دار

هم په دا چه نه له ځایه چيرته خوزم
نه د هیڅ یوه مخلوق یم منت بار

آب و خور لکه آسیا په ځاي را رسي
پخپل کور کښي مي سکون دي هم رفتار

لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم
که خزان را باندي راشي که بهار