د ريا له زاهدۍ ځما توبه ده
چه ئې كاندي څوك په رسم او په عادات

په ورځ پيدا و نصيحت وايي و بل ته
په شپه ناست وي د مغان په خرابات

دين ئې دام وي د دنيا په لار كښي
ايښي پرې را اړوي وحشيان د مخلوقات

د هغو په لور ئې سترگي وي ختلي
چه په لاس ئې سرمايه وي يا زكات

زه رحمان له هسي خلقه پناه غواړم
هر چه لافه كړي خلاف د مقامات