ريباره کله چې له مانه يار ته وړې خبرې
ما ته به هم يو څو د مينې ترې را وړې خبرې

هسې عبث لدې ګيلو مانو څه نه جــــوړيږي
جانانه خير دی نوره هيرې کړه زړې خـــبرې

ما ته به هره يوه کيسه په څوڅو ځلې کوې
څومره مزه کړي ستا په سپينه خوله وړې خبرې

ستا کيسې ټولې د دوکو او د غصې نه ډکې
زما د واورې په شان سپينې او ساړې خبرې

کله ناکله د ټوپک پر ګولۍ نه مړ کيږي
کله ناکله سړی وژني ګله مړې خبرې

زما ګوهر د ياره دغه عادت ډير خــوښيږي
شونډې د خپله تبسم کوي چې کړې خــبر