د چا دمينې ليوني يو ، ليوني مو وژني
د ښائيستونو د ښار ښکلي ښاپيري مو وژني

خفه په دې نه يو چې ولې او په څه مو وژني
خفه په دې يو چې په خپل کور کښې پردي مو وژني

ستا قاتلانو سترګو داسې عادت واخستو چې 
هيڅ ګوزاره راسره نه کوي بيخي مو وژني

ستا د ترخو ترخو خبرو نه هم خوند اخلو خو
مونږه چې وژني ستا د شونډو خاموشي مو وژني

دغه زمونږ د تر بيت سله رارسي مونږ ته 
مونږ بې قلمه وو ساتلي خپل بچي مو وژني

اتله مونږه مئينان زړونو کښې غلا نه ساتو
په نيت صفا يو د درغله زړه ټګي مو وژني