تیاره تندر ورکېدل دي
زه لټوم د بوډۍ ټال

د امېد نه جوړومه
کله رنګ کله وصال

زه د ځان کل مرضونه
خپل حکیم یم د کمال

ای زما مغروره یاره
زه خالق ستا د جمال

دا چې زه په تلش لړم
پوست پړاو مقام مې و موند
دا چې زه تږی د نور شوم
سپین ساقي او جام مې وموند
دا یم زه چې کله ګل شوم
کله نور کله وصال

کله اور ستا د سرو شونډو
کله ستا د زنې خال

ای زما د مینې جوړې
ستا کمال زما کمال

د منطق په تور جهان کې
ورک جنون او تور هلال

تیاره تندر ورکېدل دي
نه بوډۍ شته نه یې ټال