زه نرمه خټه یم، لس د کلل کې
یا به د میو جام شم، یا به کوزه د جومات

یا ډیوه ګۍ د زیارت، د میخانې فانوس
او یا د ډېران ټیکری، ستړی او مات

ځواني، مستي، ژوندون، د بل د لسه دي
زما نه وس شته او نه مې واک

شیخه په باغ کې د یار د کوره
کوم ګل پلیت کړم او کوم پاک

څنګ ملمته زه په ګونا شم
چې وس، قسمت او تقدیر د بل دی

څنګه ستومانه زه په خندا شم
خوب دی د بل او تعبیر د بل دی

دا مې ګونا ده مین په ګل یم
نه زه د ګل اقا، نه د نظر

نه مې د واک دي خمارې سترګې
نه وږې شونډې، مدهوشه سر

ما نه دي ایښي د یار نظر کې
سپرلي، ګلونه، سور او خمار

ما د خپل نوره نه دي جوړ کړي
شرنګ او غورځنګ او رنګ د بهار

ما د سبا په پسته رڼا کې
نه دی خپور کړی د جادو ساز