نن د مينى په وطن کښى د ديدن ګرانه ګرانى دا
څه د اوښکو قيمت نشته څه د وينو ارزانى دا
کمه پرخه دا چى ژاړى هغه کم ګٌل دئ چى خاندى
په ژړا وم پابندى دا په خندا وم پابندى دا
د ګلونو سندرغاړو سپرلى خيالو شاعرانو
راشئ ګيره په لمبو کښى دسپرلى مسته ځوانى دا
چرته لاړئ اى د زلفو په ټالونو زنګيدونکو
نن په زلفو د صنم کښى د بارودو خوشبوئى دا
د احساس دګل په شونډو د اور سرى سکروټکى ږدمه
دغه لوبه د هوس دا بهانه مى مجبورى دا
چى دځان دغمه ژاړم د ظالم د مخه خاندم
څه خو دى چى مى دداسى ستمګر سره يارى دا
چى په خوږ زړه مى امبار دئ درد وغم د غم زپلو
ما غريب مه ګنړئ خلقه دا مى لويه بادشاهى دا
هلته وينى څکل حلال دى دلته اوښکى څکل حرام دى
هلته هغه زندګى دا دلته دغه زندګى دا
0 Comments
Post a Comment