زه ډير ميئن ده ګل په رنګ يمه نو ښه يم کنه
خــــمار خــمار لکه ده بنګ يمه نو ښه يم کنه
زه ده غــمونو په سازونو باندې ژوند تيرووم
خپل ده رباب سره په ټنګ يمه نو ښه يم کنه
سپرلي په دشته په کوهسار باندې شيندلى يمه
ګل ده ريدي بوئ ده لونګ يمه نو ښه يم کنه
ما تل ده زړه په ځمــکه کر ده محبت کړى دى
که زه ده عشق په تهمت رنګ يمه نو ښه يم کنه
په خپل صفت چې نه مړيږي ده بل سپکه وايې
ده داسي خلکو چې په څنګ يمه نو ښه يم کنه
عرفان بزمي زړه په سينه کښې ده بادشاه لرمه
خير په ظاهره که مــــلنګ يمه نو ښه يم کنه
0 Comments
Post a Comment