خیالونو ته یی مه ګوری لفظونو کی ګناه ده
دبعضی شاعرانو په شعرونو کی ګناه ده
جانانه منجهور راپسی شوی دی ما وژنی
جانانه ما ویل چی زیارتونو کی ګناه ده
ای خیر دی که د انسان وینه بهیږی پرواه نشته
ای لاس ورله ورنه وړی په سازونو کی ګناه ده
دژوند د جدوجهد کتابونه څه له ګوری
دژوند د جدوجهد کتابونو کی ګناه ده
دبعضی سوالونو ځوابونه قرار نه شی
دبعضی سوالونو ځوابونو کی ګناه ده
0 Comments
Post a Comment