چې راځم ترينه نو ښۀ راپسې ژاړي
خپل واړۀ واړۀ وااړۀ راپسې ژاړي
کشره لور مې پۀ ځان داسې کانې وکړي
پۀ ژاړا ژاړا شي شنۀ راپسې ژاړي
پۀ بې بې او پۀ دادا مې هم زور وي خو
زۀ کمزور نۀ شمه نۀ راپسې ژاړي
وړونه خويندې مې هم ښۀ خفه خفه وي
د چا سترګې د چا زړۀ راپسې ژاړي
واړو مور هم ځان له بيله سترګې سرې کړي
پټه پټه پۀ ښکارۀ راپسې ژاړي
د يارانو مخ رنګونه هم بدل وي
راکوي پۀ مخه ښۀ راپسې ژاړي
غه ورارۀ چې ئې هر ترۀ د سترګو تور دې
هغه ترۀ يم چې ورارۀ راپسې ژاړي
ما خاؔموش باندې چې تورې خاورې واوړي
بيا به هله پښتانۀ راپسې ژاړي
0 Comments
Post a Comment