دى خبر نه دى چې زما تنده
نه د شرابو نه ده زم زم ده
نه غيږ د حورې او نه غلمان دى
نه د اور يره نه د تورتم ده
دا زه چې سوزم زما خپل اور دې
نه ترې دوزخ خبر دى او نه ترې شيطان
دا خو يو خوب دې چې زه يې لټومه
په کندو جاړو په ځمکه آسمان
خو ومى نه ليد پيدا مه نه کړ
هسې مه ورک کړ ورپسى ځان
په ډک جهان کښې ګرځم يواځى
نه مه تربور شته نه مه جانان
که سترګې پټى وې که سترګې وازې
نه ښکارى نه ښکارى د سود مکان
نيکه بابا مه د کلى خان کړم
دې خود هوسى کړم د بيابان
ملا وجود ته مه کړى خبرې
راته څنډى حورې غلمان
0 Comments
Post a Comment