زما په سر باندي ئي خپه کيښوده بره لاړو
داسي په سر سر باندي تلو تر هغه سره لاړو
اوس ئي هم چا له سه چل د کوزيدو نه ورځي
د ميخاني د مينځ نه راغي تر ممبره لاړو
په خپله خاوره د خپل ځان تپوس کولي نه شو
د پښتانونه مي غيرت داسي په نره لاړو
نه قميص تور شته نه ګلونه دري څلورشته پکښي
هغه د ميني ټول خائيست د پښاوره لاړو
ځان رته پاک ښکاري او بل ته ګنهنګار وايو مونګ
زمونګ د ژبي نه اثر په دي خبره لاړو
له ختمه نه ده"اتله" د خالد د قربانو سلسله
0 Comments
Post a Comment