دومره غريب ووم چي ګنډلو له ئي ستنه نه وه
بلها موده زما قميص پوري لمنه نه وه
غريبي داسي چي ازغئ هم په ازغي اوباسم
قسمت مي داسي چي په ټول کلي کښي غنه نه وه
څه بلها ګران دي د پردي جيب نه پيسي اوباسل
نن مي ليدل د يو مزدور د لاس څرمنه نه وه
د خپل احساس د سيوري لاندي مي دمه اوکړله
د ښار کوسي ټولي پخئ وي چرته ونه نه وه
"درمانه" تلي مئکدي ته وم واپس راغلمه
په دي خبره چي د مور راته بخنه نه وه
0 Comments
Post a Comment