خدایه وکړم د غونچې سره خندا
که د خوار غریب بلبل سره ګریان

خدایه و ګورم د خپل یار ښکلي مخ ته
که د خپل سوي زړګي شم تماشان

خدایه ووېرېږم ستا له لوی دوزخه
یا که تمه کړم شروع د حور غلمان

ته مې پوه کړه ته مې پوه کړه نه پوهېږم
چې ږه تا کړمه خوشاله او که ځان